لوګر: د علماوو شوری مرستيال وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱) الماس خدرخېل

نن دوشنبه د نا معلومه وسله والو له لوري د لوګر ولايت د علماوو شوری مرستيال مولوي عبدالغفور وژل شوی دی.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پېښه تائيدوي او وايي، چې پر نوموړي نن سهار مهال د نا معلومه وسله والو له لوري د مرکز اړوند د کلنګار سيمې د عوض کلا په کلي کې بريد ترسره شو.

هغه وويل، چې نوموړی له کوره مسجد ته روان و چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلو.

د دغه ولايت والي حليم فدايي د عالمانو شوری او د نوموړي کورنۍ ته تعزيت وړاندې کړې.

تر دې دمه د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

وخت ناوخت د بيلابيلو ولايتونو د عالمانو شوری غړي وژل کيږي، چې ډیری وخت يې مسئوليت يوه ډله هم په غاړه نه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button