سنګین کې ۶ تنه پولیس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱ غبرګولي ۱۳۹۶) محمد حارث
د هلمند چارواکي وایي په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې د دوی شپږ پولیس وژل شوي او درې تنه نور بیا ټپیان دي. د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال اقا نور کینتوز رسنیو ته ویلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ په لویه لار کې پر یوې پوستې برید کړی، په یاد برید کې د دوی شپږ تنه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي قومندان زیاته کړې چې وسله والو طالبانو د پوستې قومندان عبدالمالک په زخمي حالت کې له ځان سره اسير بيولي، امنيه قومندان وایي چې یاده پوسته د لږ وخت لپاره د طالب وسله والو په ولکه کې وه خو وروسته نور پولیس سیمې ته رسیدلي او پوسته یې بېرته خپله ولکه کې اخیستې.
بل خوا یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې یاد پولیس د قومندان عبدالمالک له لوري وژل شوي او قومندان له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی.
خو د هلمند امنيه قومندان دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د یادې پېښې دپلټنې لپاره یې یو پلاوی سیمې ته لېګلی تر څو معلومات وکړي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ښاغلي قاري يويسف احمدي په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې د سنګين ولسوالۍ په کارېز سيمه کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته پوليس وژل سوي، وسلې او مهمات يې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.



