باميانو کې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱) الماس خدرخېل
په باميانو ولايت کې سختو سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي، چې له امله يې څلور کسان مړه شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د باميانو ولايتي چارواکي وايي، دغه سيلابونو چې د تيرو درې ورځو په موده کې راوتلي له کبله يې لسګونه کورونه، کرهڼيزې ځمکې، ښوونځي، سرکونه او ويالې ويجاړې شوي دي.
د ولايت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د حصه دوم يکه ولنګ ولسوالۍ په سيمه کې ولسي خلک د يو پل په جوړولو بوخت و چې په دغه وياله د سيلاب اوبه راغلي، په پايله کې يې ۴ کسان مړه کړي او ۷ نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې سخت بارانونه شوي، چې وروسته سيلابونه راغلي او په وينا يې د دهن ذوليج، اوته پور، دهن مرغي، ده شاه قدم، کفشا او عمروتک سيمو ته يې زيات زيان اړولی دی.
د باميانو والي محمد طاهر وايي، دا چې سيلابونو د خلکو ځمکې، کورونه باغونه او پلونه نړولي دي.
هغه له مرستندويه ټولنو او دولتي ادارو څخه غوښتي چې يادو سيمو ته سفر وکړي او له زيانمنو خلکو سره مرستې وکړي.



