فاریاب: کوهستاناتو کې د پاڅون کونکو لوړ پوړی قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱)
د فاریاب ولایت څخه تازه راپورونه وايي، چې نن سهار مهال کوهستاناتو ولسوالۍ کې د جمعیت ډلې یو لوړ پوړی قومندان ډاکټر سعادت د وسله والو طالبانو په کمین کې وژل شوی.
د سیمه یزو رسنیو د راپورونو په استناد، دغه قومندان سعادت نومیده د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې نن سهار د طالبانو په کمین کې لوېدلی او وژل شوی.
د ولایتي شورای پخوانی غړی او اوس د وسله والو طالبانو په وړاندې د پاڅون کونکو ملیشو قومندان، محب الله میرداد یاده پېښه تاییدوي او وايي، ډاکټر سعادت نن سهار مهال له خپل کلي څخه د کوهستاناتو ولسوالۍ جیجي ته د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه روان و چې د طالبانو د کمین ښکار شو او د نور څلورو تنو ساتونکو سره یو ځای ووژل شو.
ډاکټر سعادت د جمعیت ګوند پخوانی غړی و د کوهستاناتو ولسوالۍ کې یې ۵۰۰ وسله والې ملېشې اداره کولې، په دې وروستیو شپاړسو کلونو کې کله چې نوی حکومت رامنځ ته شو نوموړي د وسله والو طالبانو په وړاندې وسله پورته کړه د پاڅون کونکو یا اربکیو تر نامه لاندې تر ټولو ځواکمن قومندان بلل کیده او د کوهستاناتو ولسوالۍ یې څو وارې له طالبانو څخه ژغورلې وه .
وژل شوي قومندان ډاکټر سعادت د کوهستاناتو ولسوالۍ په ټولو برخو بشپړ تسلط درلود.
له بلخ څخه یو خبریال چې خپل نوم یې شمس یاد کړی رسنیو ته ویلي چې د نوموړي له وژل کېده وروسته د فاریاب مرکز او کوهستان ټول له سقوط سره مخ کېدای شي.
خالد وفا



