نعت شريف

ملا محمد مطمئن
نعت شريف
پيغام يوسـه نسيمه پيغمبر ته مې سلام
اشرف د مخلوقاتو د زړه سر ته مې سلام
چې لاړ شې درنه هېر نه شي ضرور يې ورته وايه
محبوب د پاک الله (ج) خيرالبشر ته مې سلام
چې کله مدينې ته ځئ حاجيانو ما خبر کړئ
ورلېږمـه زه خامخـا دلبـــر ته مې سلام
له واړه اهل بيتو پاکه ربه ته راضي شې
عباس، اميرحمزه، علي حيدر( رض ) ته مې سلام
له ټولو اصحابانو،صحابياتو نه قربان شم
عثمــان او ابوبکر هم عمر ( رض ) ته مې سلام
هغه هم مينه کړې ده په زړه باندې زخمي دی
سل ځله ( مطمئنه ) احد غر ته مې سلام



