کابل ټکی کام ۲۰عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي چې نن مازدیګر ۵بجې شاوخوا د پکتیکا ولایت سروبي نومې ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ د یوه تن سرتېري بریدګر چې په موټر کې یې چاودېدونکي مواد بار کړي وو، برید کړی دی.
مجاهد وایي چې ودانۍ یې نړولې ده، او د یو شمېر قوماندانانو په ګډون یې ګڼ شمېر عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي خلک چې دوی له نږدې څخه ورغلي دي خبر راکوي چې د ولسوالۍ ودانۍ وېجاړه شوې او د ګڼ شمېر افغان ځواکونو جسدونه یې لیدلي دي، د دوی له قوله چې ژوبل شوي افغان ځواکونه د امبولانسونو له لارې روغتون ته منتقلیږي.