کابل ټکی کام ۲۰عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د ملي وحدت حکومت د اجرایې د ریاست د ویاند مرستیال آصف اشنا په کابل کې د ننیو مظاهر څخه وروسته استعفاء ورکړه.
نوموړي د خپلې استعفاء په اعلانولو سره د ملي وحدت حکومت یو بې کفایته حکومت وبللو.
د ولسي جرګې مشر هم زابل ولایت کې د اوو تنو هزاره مساپرانو د سرونو د غوڅېدو په اړه د افغان امنیتي ځواکونو پر چپتیا او په نه اقدام کولو باندې نیوکې وکړې، او زیاته یې کړه چې د ملي وحدت د حکومت مشران د لاریون کوونکو خبرو ته ځواب نلري.
د ولسي جرګې مشر ښاغلي ابراهیمي په خپلو خبرو کې وویل چې اعتراض د خلکو حق دی، ځکه چې افغان امنیتي ځواکونو او هم پرې د افغانستان ملي وحدت سکوت اختیار کړی دی.
















