(کابل ټکی کام ۱۵غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
په انګلستان کې د هند او پاکستان تر منځ یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه، د لوبې ټاس پاکستان وګاټه او اول یې هند ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه، هند د ۴۸ اورونو په مرسته ۳۱۹ منډې جوړې کړې. په دېکې هندي لوبغاړو شېکر دهون ۶۸، روهیت شرما ۹۱، لوبډلمشر(کپتان) ویراټ کوهلې ۸۱ او یوراج سینګ ۵۳ منډې جوړې کړې او خپل ټیم ته یې د بریا لار اسانه کړه.
یاده لوبه د باران له امله یو څه اغېزمنه شوه چې پاکستاني لوبغاړو ته په ۴۱ اورونو کې د ۲۸۹ منډو هدف وټاکل شو خو بیا هم پاکستاني لوبغاړي ونه توانېدل چې ټاکلی هدف تر لاسه کړي، پاکستاني لوبغاړو ټول ټال ۱۶۴ منډې وکړې چې لوبه د هند په بریا پای ته ورسېده.
د پاکستان له خوا اوپنر اظهر علي یواځنی لوبغاړی ؤ چې نیمه سلیزه یې جوړه کړه، دا د دواړو ملي لوبډلو د اتلانو د جام سیالیو کې لومړۍ لوبه وه چې تر سره شوه.
مخکې کلنو کې هم د ای سي سي اتلانو جام کې د هند او پاکستان درې ځله مقابله شوې چې دوې لوبې پاکستان او یوه هند ګټلې وه.


















