شمالي کوريا نن يو شمير بالستيکي توغندي ازمويلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل

د جنوبي کوريا رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، چې شمالي کوريا نن يو ځل بیا يو شمير بالستيکي توغندي ازمويلي دي.

د جنوبي کوريا د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شمالي کوريا نن يو شمير بالستيکي د لرې واټن توغندي ازمويلي خو د واټن او ډول په اړه يې لا معلومات نه دي ترلاسه کړي.

شمالي کوريا په داسې حال کې د نويو توغنديو ازموينه کوي، چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د امريکا او ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري د توغنديو ازموينې د نه بندلو له امله نوي بنديزونه ولګول.

د شمالي کوريا ولسمشر ويلي و، چې پر دوی به د امنيت شورا بنديزونه کوم اغيز ونه کړي او په وينا يې چې دوی به خپلو ازموينو ته دوام ورکړي.

شمالي کوريا په رسمي توګه د خپلې توغنديزې ازموينې په اړه څه نه دي ويلي.

د شمالي کوريا نویو ازموينو د دغه هېواد ګاونډيو هېوادونو او جنوبي کوريا اندېښنې راپارولي دي.

تر اوسه امریکا او د ملګرو ملتونود امنيت شورا په ګډون يې يو هېواد هم په وړاندې غبرګون نه دی څرګند کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button