اسماعيل خان: امريکا دې له نا مشروع ګډ حکومت سره مالي مرستې بندې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل
د افغانستان د ابو او برېښنا پخوانی وزير او د جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا غړی اسماعيل خان وايي، د افغانستان اوسنی ګډ حکومت مشروعيت نه لري او نه د ملي پریکړو صلاحيت لري.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې له امريکا غوښتي، چې په افغان حکومت خپلې مالي مرستې بندې کړي.
هغه وايي، اوسني حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړی او امريکا ته پکار ده چې د حکومت پر ځای د (افغانستان د خلکو تر څنګ) ودرېږي.
دا چې څو ورځې وړاندې د دغه ګوند مشر صلاح الدين رباني له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ملي امنيت سلاکار په ګډون د يو شمير امنيتي ادارو مشران دې ګوښه شي، خو اسماعيل خان بيا وايي چې د خلکو ګوښه کول د هېواد پر حالاتو کوم مثبت اثر نه پريباسي.
هغه وويل، د دوه لارو يوه د لويې جرګې دايرولو او بله هم د وخته مخکې ټاکنو له لارې کيدلی شي چې هېواد له دغه خراب وضعيت څخه وژغورل شي.
نوموړي ګواښ وکړ که حکومت د جمعيت ګوند د غوښتنو په تړاو بې پروايي وکړي بدې پايلې به ولري.



