د ایران اېر شرکت وايي، ایران په خوراکي توکو بار ۵ الوتکې قطر ته لېږلې دي او پلان لري چې هره ورځ ۱۰۰ ټنه خوراکي توکي قطر ته ولېږي.
د ایران اېر شرکت ویاند، شاهرخ نوش آبادی وايي ”تر اوسه ایران اېر په مېوو او خوراکي توکو بار ۵ الوتکې قطر ته لیږلې دي، چې د هر بار وزن شاوخوا ۶۰ ټنه دی. نن به یوه بله الوتکه هم ولېږل شي.“

نوش آبادي زیاتوي ”تر څو پورې چې د قطر له لورې غوښتنه وي موږ به د خوراکي توکو لېږل روان ساتو.“
تر دې وړاندې ترکیې هم قطر ته خوراکي توکي لیږلي و.

له قطر سره د خوراکي توکو مرستې وروسته له هغه پیل شوې چې، تېره اونۍ سعودي عربستان، بحرین او عربي اماراتو په ګډون څو نورو هېوادونو له قطر سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کړې. یاد هېوادونه پر قطر له تروریزم سره د هخمکارۍ تور پورې کوي؛ خو قطر ټول تورونه بې بنسټه بللي.


















