کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د لبنان په پلازمېنه بيروت کې غبرګو چاودنو تر دې دمه ۴۳ تنه وژلي دي او لسګونه نور ټپيان دي، په وژل شويو کې د شيعه ګوند حزب الله ګڼ غړي هم شامل دي.
يادې چاودنې تېره ورځ ماښام مهال رامنځته شوې دي.
د لبنان امنيتي چارواکو ويلي دي، چې دريم نيول شوی بريدګر د داعش غړی برېښي.
چارواکو زياته کړې ده، چې د داعش ۴ تنو غړو غوښتل، جلا جلا چاودنې ترسره کړي، چې دوه يې هدف ته ورسېدل، دريم د امنيتي ځواکونو له خوا په نښه شو او دريم ژوندی ونيول شو.
نيول شوی تن لبنانی دی او د دې هېواد د شمال لوري طرابلس اوسېدونکی دی، چې د چارواکو په وينا دوه ورځې وړاندې له نورو بريدګرو سره له سوريې راغلی دی.
امنيتي سرچينو ويلي، داسې برېښي، چې د بريدګرو هدف هغه مشران وو، چې په نامناسب وخت کې په غلط ځای کې و.
د لبنان رسمي خبري اژانس د روغتيا وزرات په حواله ليکلي، چې د چاودنو وژل شوي تر دې دمه ۴۳ ته رسېږي، چې ټپيان يې بيا ۲۳۹ تنه دي.
داعش ډلې لا تر دې دمه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.















