کابل له نوي ډیلي سره د هوایی ترانزیټ پرانیسته وکړه

وروسته له هغه چې پاکستان پر افغانستان د تګ را تګ لارې  د سیاسي کړکیچونو له امله  بندې کړې. او په خوراکي توکو بار مالونه حیف ومیل شول  افغان دولت مجبور شو چې د هیواد د اړتیا وړ صاداراتو او وارداتو ته بدیلې لارې وګوري چې شاوخوا میاشت وړاندې افغان  ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د هوایی ترانزیټ دا هوکړه په یوه لیدنه کې لاسلیک کړ.

د جون په ۱۹ د یاد هوایی ترانزیټ پرانیسته افغان ولسمشر اشرف غني وکړه.  چې په وینا افغانستان اوس د پاکستان پځای په مختلفو بدیلو لارو فکر کړی او ژر ده چې خپل سوداګریز توکي د نړۍ بازارونو ته له نورو ورسوي .

اخوا بیا خانجان الکوزی دا یو مثبت ګام بولي او په وینا یې چې د افغان سوداګرو لپاره د بازارموندنې ښه زیری ده.

د افغان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز پروژې مسول صدیق الله مجددي له قوله، چې د دې لړۍ دويمه الوتنه به څو ورځې وروسته  له کندهاره د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه ميوه ډهلي ته ولېږدوي.

پدې وروستیو کې د پاکستان سره سوداګري بیخي ټیټې کچې ته را لویدلې، چې سوداګر یې ستر علت د دواړو هیودادونو په سیاسي کړکیچ کې بولي، څو میاشتې مخکې د تورخم او بولدک سرحدي پولې د یوې سترې مودې لپاره پاکستاني ځواکونو و تړلې  چې پکې افغان او پاکستاني سوداګرو  ته سلګونه میلونه دالر تاوان واوښت.

آخوا بیا هندوستان افغان وګړو ته د ورتګ شرایط خورا زیات اسان کړي چې افغانان یې ورته د نیک فال په سترګه ګوري.

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button