یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امريکا په افغانستان کې پاتې کېدو او افغانان یې ایستلو ته اړتيا لري!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 20, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
21
ځلې شریک شوی
267
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter
 تبصره

د امريکا پخواني جمهور رئيس، اوباما  د خپل حکومت په دوره کې پريکړه وکړه چې تر ٢٠١٤ پورې بايد په افغانستان کې د امريکايي پوځ جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسيږي. همغسې وشول او امريکايي پوځ له يادې نېټې وروسته له افغانستانه په تدريجي ډول وتل پيل کړل.

اوس د امريکا نوی حکومت، چې مشري یې ټرمپ کوي، پوځي مشاورين او پوځي  جنرالان یې وايي، امريکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړتيا لري. وايي په افغانستان کې هغه شان حالات نه دې برابر شوي چې ټول پوځ له افغانستانه ووځي، بلکې نور پوځ ته هم اړتيا شته چې افغانستان ته د موجوده ناامنيو د مخنيوي لپاره ولېږل شي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د قواوو پخوانی قومندان، جنرال ډیوډ پټرویس د پي بي ایس د تلویزيون سره په مرکې کې ويلي: افغانستان ته د امریکا د زرگونو اضافي عسکرو استول د وخت اړتيا ده، چې که نور پوځ افغانستان ته ونه لېږل شي موجوده ناامني به مهار نه کړل شي.

لکه څرنګه چې جنرال ډیوډ پټرویس ويلي، امريکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره همدا ډول پلمو ته اړتيا لري. يو ځل یې چې په افغانستان يرغل کاوه يوه پلمه وه او اوس چې غواړي د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې خپل پوځونه په نهو اډو کې ځای پر ځای وساتي، نورې پلمې ورته ګوري.

په اصل کې افراطيت په افغانستان کې همدې امريکا رامنځ ته کړى دى. امريکا چې له افغانستانه کډې بار کړي افراطيت ورسره خپله کډه کوي، لکه څرنګه چې د روسانو د ایستلو سره د هغوی بړيڅو هم له افغانستانه کډې وکړې، دا رنګه به افراطيت هم د امريکا د ایستلو سره د لوېديځ په لور په کډه شي.

امريکا په افغانستان کې د افراطيت په نامه وخت تېروي، افراطيت د امريکا زيږنده ده. امريکا پر افغان ولس ډول ډول تېری کوي، په يو او بل نامه پرې عمليات کوي، د حکومت د مخالفينو په نامه ولسي وګړي او سيمه ييز پوليس هم وژني؛ ولس مجبور دی چې خپله دفاع وکړي. امريکايي قوماندانان خپلو وحشانه کړنو ته وحشت نه وايي او چې افغان ولس د خپل مال، سر، ناموس او ملي ارزښتونو دفاع کوي افراطيت ورته  وايي.

امريکايي جنرالان به آخر د روسانو په څېر په دې اعتراف وکړي، چې پر افغانستان يرغل او بيا په يو او بل نامه پاتې کېدل یې يوه لويه تېروتنه وه، بيا به په خپلو کړنو پښېماني څرګندوي او خپلو کړنو ته به افراطيت وايي؛ که د افغان ولس مقاومت ته وکتل شي هغه ورځ را رسېدونکې ده.

جنرال پټرویس خو وايي، په افغانستان کې د امريکا پوځ پاتې کېدل او هم ورته نور پوځ لېږل د موجوده ناامنيو لپاره مؤثر دي؛ خو په افغانستان کې د ټولو بهرنيانو په مقابل کې مقاومت هم د افغان ولس لپاه مؤثر دى، په هر قيمت چې وي بايد مقاومت ته یې دوام ورکړل شي.

له ٢٠٠١ميلادي کال راپدېخوا د ناټو او امريکايي پوځ قوماندانان په افغانستان کې د طالب وسله والو د زور د اوبه کېدو راپورونه ورکوي او هره ورځ پرې د واشنګټن پوست سرليکونه تاوده ساتي؛ خو ورسره دا اعتراف هم کوي چې افغان حکومت د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې د مخالفو وسله والو په مقابل کې کاميابي ترلاسه نه کړاى شوه.

که هر څو امريکايي قوماندانان ووايي، چې امريکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړتيا لري، خو دا چې امريکا په افغانستان کې خپل حضور اړین بولي؛ افغانان خو حق لري چې خپله دفاع وکړي او دفاع ته یې اړتيا لري.

مخکینې مطلب

کابل له نوي ډیلي سره د هوایی ترانزیټ پرانیسته وکړه

بل مطلب

د عبادت نه دوام!

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com