سعودي په یوه کښتۍ کې ۳ ایراني سرتېري نیولي

سعودي عربستان د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو د لښکر درې سرتېري نیولي.

رویټرز آزانس د سعودي داطلاعاتو د وزارت له قوله خبر ورکړی چې  یاد  سرتېري د سعودي عربستان  د مرجان د تیلو ډګر ته نږدې په یو کښتۍ کې نیول شوي.

د چارواکو له قوله د دې کسانو سره په کښتۍ کې وسلي هم موندل شوې دي.

د راپورونو په اساس دوه نورې  کښتی، د سیمي څخه په تېښته بریالي شوي.

د سعودي دولت څارنوالۍ ویلي چې دوی د یادو نیول شوو سرتیرو څخه تحقیقات پیل کړي او د پلټنو په نتیجه کې به د دوی برخلیک هم معلوم شي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي او ایران تر منځ کړکیچ ورځ تر بلې په زیاتیدو ده او پدې وروستیو کې ایراني چارواکو پدې هیواد کې د وروستیو بریدونو پړه په سعودي او امریکا ور واچوله.

د چارو څیړونکي په دې اند دي چې هره شیبه د دې احتمال شته چې دواړه هیوادونه دې نظامي ټکر سره وکړي.

فرید افغان

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button