جوزجان: طالبانو د درزاب ولسوالۍ په ټولییزه توګه ونیوله

 

راپور: فرید افغان

د څو ورځنیو سختو نښتو وروسته د دې ولایت دا مهمه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پریوته.

د دې ولسوالۍ نومول شوي ولسوال بازمحمد نن ماسپیښین رسنیو ته د یادې ولسوالۍ سقوط تائید کړ .

آخوا بیا طالب ویاند  ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې د ولسوالۍ سقوط منلی او ویلي یې دي چې نن ورځ یې د ټولو پوستو په سقوط سره د یادې ولسوالۍ ولکه په لاس کې اخیستې ده.

نوموړي ویلي چې په یاده جګړه کې دوی ته ټولټال  ۶۰ پولیس تسلیم شوي، او ۱۷ تنه اربکیان او پولیس یې وژلي.

یو شمیر رسنۍ چې داعشي ملیشو ته په تبلیغ تورنې دي د ولسوالۍ سقوط د داعشیانو کار وباله.

د یادې ولسوالۍ ولسوال څو ساعته د مخه له رسنیو سره ویلي ؤ چې یواځې ۳ پوستې پاته دي که کومک ونه رسیده هغه هم سقوط کوي.

خو طالب ویاند شیبه مخکې بیا د ټولو پوستو د سقوط خبر ورکړ او په وینا یې چې ګڼ شمیر وسایل او نظامي توکي یې لاس ته ورغلي ”په ولسوالۍ کې له دښمن څخه خورا ډيره وسله، مهمات، عراده جات او نظامي وسائل نیول شوي دي“.

نوموړي خپل ځان ته د اوښتو تلفاتو باره کې ویلي چې ”په ټوله نښته کې ۳ تنه مجاهدین شهیدان او ۶ نفره ټپيان  لرو“.

درزاب په جوزجان کې مهمه ولسوالۍ ګڼل کیږي او ویل کیږي چې په دې ولسوالۍ کې د جنرال دوستم تر نفوذ لاندې داعشي ملیشې هم پیداشوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button