د خپلواکۍ امام

لیکنه ـ بدر منصور

د افغانستان په زرین تاریخ کې طالب دیویشتمې پېړۍ قهرمان ، د دیانت سمبول او د خپلواکۍ امام دی . ممکن په نړۍ کې به د بېلا بېلو ادیانو او مذاهبو پیروان او د افغانستان سیکولر بې دینان د خپلواکۍ لپاره بېل تعریف ولري ، ممکن ځینې غلامي په خپلواکۍ تعریفوي ؛ خو د اسلام او افغانیت په اصطلاح خپلواکي دې ته وایې چې انسانان یوازي د خپل خالق غلامي او عبادت وکړي ، د نړۍ د لویو فرعونیانو او طاغوتانو خدایي ونه مني او د خالق ( ج ) د دين د دفاع او خپراوي لپاره خپلواکه دعوتي او جهادي مبارزه وکړي او د چا د ډار او امتیاز تر تاثیر لاندې را نه شي . په تېرو ۲۲ دوویشتو کلونو کې ټولې دنیا ته ښه ثابته شوه چې طالبان د هیچا تر هیڅ اثر لاندې نه دي ، نه د چا غلامۍ ته غاړه ږدي او نه د امریکې او ناټو له ډاره اسلام ، جهاد او خپل وطن پرېږدي . ډېرې له کړاونو څخه ډکې شپې ، ډېر ظلمونه او وحشتونه ، ډېر زندانونه ، ډېر زخمونه او ډېرې ستړې او بدي ورځې طالبانو وګاللې ؛ خو نه یې د اسلام یوه حکم ته شا کړه ، نه یې د وطن پر یوه لوېشت خاوره د چا تسلط او یرغل ومانه او نه د نړۍ د ستر دجال ( امریکا ) امتیازونو ته تسلیم شول . په میړانه او محض توکل سره سپېڅلې مبارزه کوي او د الله ( ج ) په ځانګرې نصرت سره یې دادی د سوبو او فتحو ټغر پر هېواد وغوړېده او اویا ٪۷۰ سلنه افغانستان یې د امریکایي اشغال څخه خلاص او د اسلام سپین محمدي بیرغ یې ورباندې رپاند کړ .

د طالبانو په اړه امریکا ، د کابل غلامه اداره ، کرایه شوې رسنئ او خرڅ شوې لیکوالان بېلا بېلې څرګندونې کوي . کله یې پاکستان ته منسوبوي کله ایران کله روسیې او کله نورو هیوادونو ته . کله وای د آی ایس آی غلامان او کله وای د کي جي بي غلامان . خو په حقیقت د هرچا ښه سر خلاص دی چې طالبان د الله تعالی پرته د چا غلامي نه کوي ، نه د چا په فرمایش جنګیږي او نه د پردیو ګټې ساتي . دا هسې د سي آی اې او د افغانستان د شړېدلې ادارې له خوا د افغانانو د تېر ایستلو لپاره تشي د خولې خبرې دي . خپله امریکایي لوړپوړو چارواکو څو ځله اعتراف کړی دی چې د طالبانو سره مقابله ځکه ګرانه ده چې هغوی د قرآن له مخي خپله جګړه مخته وړي او د چا تر اثر لاندې نه دي . د افغانستان په اداره کې دننه هم ډېر چارواکي اعتراف کوي چې د طالبانو جنګ سپېڅلی جهاد دی او دوئ د خپلواکۍ په هدف جنګیږي : څو میاشتې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق ومنله چې د افغانستان سپېڅلی مجاهد ملا محمد عمر اخوند ؤ او رښتینی جهاد شهید ملا دادالله اخوند کړی دی . په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی بار بار د طالبانو په وړاندې د بشپړې خپلواکۍ څرګندونې کوي ، طالبان پاک مجاهدین ګڼي او د طالبانو تشکیلات د افغان ولس له منځه ګڼي . همدغه راز ډېر نور چارواکي پر طالبانو د بل هیواد واک او کنټرول ردوي .

د ۲۰۱۵م کال د اسلام اباد څلور اړخیزو غونډو هم ثابته کړه چې طالبان د اسلام اباد تر کنټرول لاندې نه دي ، خپله پاکستان او امریکا اعتراف وکړ چې په دغه مسله کې هیڅوک هم نه شي کوی چې طالبان خبرو ته اماده کړي . په هیواد کې روان وضیت د افغان ولس سره نېک چلند هم د دې مقتضي دی چې طالبان د اسلام د غوښتنو سره سم په خپله اراده فعالیت کوي لکه څو ورځې وړاندې چې د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې لسګونه حکومتي نیول شوي عسکر خوشي شول ، او ډېره جالبه لا دا چې ډېر ځله طالبانو د داخلي عسکرو په بېسونو کې هغه ټانکونه چې له ځان سره یې د خرابتیا له کبله نه شول بېولای ثابت پرېیښې دی او سوځولي یې نه دي ، دا ځکه چې ټانکونه د افغانستان وسله ده او باید د امکان تر حده ثابت وي چې په راتلونکي کې به حتما د طالبانو لاسونو ته لوېږي . ایا بهرني استخبارات به دا ومني چې له افغان عسکرو سره د انساني چلند وشي او خوشي د شي ؟ ایا د ټانګونو په ثابت پرېښوولو کې د بل هیواد ګټه ده که د افغانستان ؟

د یوه خپلواک اسلامي افغانستان په هیله .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button