پاکستان د ایران بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده

پاکستاني رسنۍ وايي د پاکستان هوايي ځواک د ایران بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د ډیلي پاکستان ورځپاڼه وايي چې د بلوچستان ایالت په پنچګور کې د پاکستاني د هوايي ځواکونو JF17 ډوله جنګي الوتکې د ایران جاسوسي ډرون الوتکه ویشتلې او راغورځولې ده. ویل کېږي چې ایرانۍ الوتکه د پاکستان پولې ۴۵ کیلومتره دننه ویشتل شوې ده.


د شنونکو په اند، دا د ایران او پاکستان تر مینځ نوې پېښه ده او کېدای شي د دواړو هېوادونو تر مینځ اړیکو باندې اثر ولري.



