د اختلاس په تور ۴ چارواکي په نغدي جریمو او بند محکوم شول

د هېواد د کور او ښار جوړونې څلور تنه پخواني چارواکي تر یو میلیارد افغانیو څخه زیات اختلاس په تور په نغدي جریمو او بند مجازات او محکوم شوي دي.
ویل کیږي چې دغه څلور چارواکي د اداري فساد د جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استیناف د محکمې له لوري په مجازارت محکوم شوي دي.
د راپورونو په بنسټ محمد امین الله قانع د دغه وزارت پخوانی مالي او اداري سلاکار، احمد نواز بختیار د کور جوړونې تصدۍ پخوانی رئیس، محمد یعقوب ابراهیمي د کور جوړوني تصدی پخوانی معین او د همدغې تصدۍ د انسجام برخې پخوانی مسؤل سید امین سادات په محکوم شویو کسانو کې شامل دي.
محمد نوزاد او غایب تورن محمد یعقوب په شپږو مواردو کې د ۴۴۳ میلیونو، دوه لکه شپږ زرو او څلور سوه، دوه څلوېښت افغانیو پر اختلاس کولو، د محکمې د حکم پر بنسټ په اوو کلونو بند محکوم شويدي .
د یادې محکمې له لوري د قانون څخه د سرغړونې او اختلاس په ۲۴ مواردو کې دوه تنه نور تورن، سید امین قانع او سید امان سادات د ۸۶ میلیونو، اته لکو، دوه ویشت زرو او اووه سوه یو ویشتو افغانیو پر کولو، په شل شل کاله بند محکوم شوي دي.
د ښار او کور جوړونې وزارت د څلورو کارکونکي علني ابتدایي محکمه د اداري فساد او د جرمونو ته د رسیدګي محکمې له لوري نږدې درې میاشتې مخکې رسما په کابل کې ترسره شوې وه.
د ابتدایي محکمې د پرېکړې پر اساس، محمد امین الله قانع او سید امین سادات هر یو په ۲۰ کلونو زندان او په ۱۵۰ میلیون افغانیو جرمانې محکوم شوي وو.
په همدې حال کې احمد نواز بختیار او محمد یعقوب ابراهیمي هر یو په ۷ کلونو زندان او همداراز هر یو په ۴۴۳ میلیون افغانیو جرمانې محکوم شوي وو.
خو چار واکي وايي چې، محمد یعقوب ابراهیمي د کور جوړوني تصدی پخوانی معین تر اوسه نه دی نیول شوی او مجزات کول یې تر اوسه عملي نه دي.
خالد وفا



