ورا او هديره!

ليکوال : امين وردګ
هو ! ښه مې په ياد دي !
د ملګري واده مې ٶ ، زه يې هم ور غوښتى وم ، کله چې (ورا) جوړېدله او په ناوکۍ پسې تلوو ، نو په دغه وخت کې ډېر غالمغال شو ، ځوږ ٶ ، شور ٶ ، خنداګانې وې ، ګډاګانې وې.
ډولونه وو ، اتڼونه وو.
د ماشومانو او مستو ځوانانو نارې ها د شينکي آسمان تر کنګرو لا رسېدلې.
د نجونو او شوخو پېغلو د درياګانو غږ هم له چا کم نه ٶ.
سپينږيرو هم ټوکې ټکالې کولې.
بل خوا د موټرو هارنونو د خلکو غوږونه خوړل.
ګډه ګډوډي وه ، ډېر خلک راټول شوي وو.
لږ وروسته مو کتل چې زوم له کوره را و ووت ، ښکلې جامې يې اغوستې وې ؛ يو ښکلى ګل يې هم د مخ په جيب کې اېښى ٶ ؛ دوه کسان يې تر څنګ روان وو ؛ د يوه ښکلي او په ګلونو پوښل شوي موټر د مخ دروازه ورته را خلاصه شوه او دى يې پکې ور کښېنولو.
ټولو راغلو خلکو زوم ته په ورينو تنديو کتل ؛ هر چا به په ادب سره خپل سر ورته ښورولو ، د هرهر چا په خوله کې خنداګانې مېلمنې وې.
لنډه دا چې تر څو په موټرونو کې سپرېدلو ډېر ځنډ و ووت .
په هر حال ! د زوم کور مو د ناوکۍ د کور په تکل پرېښوود ، روان شوو ، ورا جوړه شوه ، د زوم موټر وړاندې او دا نور ورپسې وو ، ښه ډېر موټر وو ، سرک دوړو اخيستى ٶ ، موټر يو تر بل وړاندې وروسته سره کېدل ، هر ځاى د لارو څنګ ته ډلې ډلې خلک ولاړ وو او خوشالۍ يې ښکارولې.
له بامونو او کړکۍ ګانو څخه به پېغلو او ښځو د ورا ننداره کوله.
کله چې د ناوکۍ کلي ته ورسېدلو هلته بيا دومره خوشالي نه وه !
ناوکۍ مو چې د زوم په موټر کې را کښېنوله نو د هغه کلي ټولو خلکو سرونه خم واچول او يو ډول پرېشاني يې په مخونو کې ښکارېدله !
لنډه دا چې دوى خوشاله نه ښکارېدل ، کېداى شي دا د اوسني عصر د خرابو دودونو له امله وي.
خو کله چې را روان شوو هغه د نغري د غاړې خلک سپېره سپېره يوې او بلې خوا ته سره خپاره شول ؛ مګر زموږ د درياګانو او ډولونو غږ ټوله دره خبروله.
ناوکۍ مو يې خپل نوي ژوند او نوي کور ته وسپارله ، زوم او نږدې خپلوانو ته مو يې مبارکي ور کړه او ترې را روان شوو.
موږ يو څو کسان پلي په يوه داسې لاره راغلو چې د يوې لويې هديرې په منځ کې تېره شوې وه.
کله چې هديرې ته را ورسېدلو نو هغه ملګري مو وويل : “د هديرې په منځ کې خبرې کول روا نه دي ”
له دې خبرې سره سم زه يوه قبر ته ودرېدم د هغه په شناخته ليکلي وو “موږ څه نه لرو ځکه څوک څه نه راکوي”
ريښتيا هم هغوى څه نه لرل ، هغوى خوار وو ، هغوى خفه وو ، هغوى ناخوښه ښکارېدل ، هغوى ډېرې ګيلې لرلې.
زه به چې هر قبر ته ودرېدم ؛ ماته يې څه نه ويل ؛ فکر کوم هغوى به يوازې زموږ سره خبرې نه کولې ؟
هلته هر څوک اوسېدل ، هغوى هم زموږ په ډول کلى لرلو ، د هغوى په کلي کې هم د هر چا کور بېل ٶ ، تفاوت يې يوازې په دې کې ٶ چې د هغوى کورونه ظاهراً يو ډول وو _چې دا قانون مې يې ډېر خوښ شو_ مګر دننه نو الله خبر چې د خان به يې ښه کور ٶ ، که د ګدا ؟
هلته سکوت فضا نيولې وه ، داسې حال نه ٶ لکه په ورا کې.
زه پوه نه شوم چې هغوى له موږ نه مرور وو _چې خبرې يې نه کولې_ او که غمونو له خبرو غورځولي وو ؟



