سعودي د قطر پنځه ویشت زره اوښان او لس زره میږې بیرته ور وشړې

سعودي عربستان د نورو پراخو بندیزونو سربیره دا ځل د قطریانو لسګونه زره څاروي بیرته ور لیږي.
دا څاروي له تیرو څو کلونو راپدې خوا د عربستان په څړ ځایوونو کې په وړیا توګه پالل کیدل، چې د سعودي او قطر له سختې تربګنۍ او ترینګلتیا وروسته د دې تاوان بیه اوس اوښان او میږې هم پرې کوي.
یوټیوب کې هغه ویدیو په پراخه کچه خپره شوې ده چې دڅو شپنو لخوا لسګونه زره اوښان د قطر په لوري روان شوي دي.
بلخوا قطر هڅه کوي چې د دې لوی تعداد رمو لپاره د ورشو او اوبخور بدیلې لارې چارې ولټوي.
د قطر یو چارواکي ویلي چې موږ پدې هڅه کې یو چې د خپلو اوښانو لپاره د لنډمهالي څړځایونو غم وخورو.
اټکل دی چې د اوښانو او میږو ټولې رمې د کوچني اختر وروسته قطر ته ورسیږي.
سعودي چارواکو په قطر هر اړخیز بندیزونه لګولي په دیني، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د دې دواړو هیوادونو اړیکې په مکمل ډول پرې شوې، او اټکل کیږي چې د دواړو هیودادونو دا تاوتریخوالی به اوږدمهالی شي.
په قطر باندې تور دی چې د اخوان المسلمین او فلسطیني حماس ډلې ملاتړ کوي چې په همدې پلمه ورسره دسعودي په مشرۍ څلورو عرب هیوادونو اړیکې ختمې کړې دي.
فرید افغان



