دیاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې امنیې قوماندان جنرال امین الله امرخېل د سختې ناروغۍ له کبله استعفا ورکړې
نوموړي ویلي اوسمهال د امرخیل په ځای د ۳۰۳ میوند زون د تحقیقاتو مدیر سمونوال مصطفی مایار د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دغزني ځايي چارواکو هم د امرخیل د ناروغۍ او استعفا خبر تائید کړی دی.
خو امرخیل بیا د خپلې استعفا اړوند تر اوسه رسما څه ندي ویلي.
د سرچینو په حواله ویل کیږي چې نوموړی په دې وروستیو کې له سخت ذهني فشار څخه کړیده خو لا یې هم د ناروغۍ نوعیت ندی په ډاګه شوی.
د یادونې وړ ده چې د غزني ښاریانو نوموړي ته د عصبي ناروغ لقب ورکړی.
نوموړي تیره ورځ ادعا وکړه چې په یاد ولایت کې ورسره ۱۴۲ بیلابیلې ډلې په جګړه اخته دي او د ده په وینا چې ټولې ډلې یې له ماتې سره مخ کړې دي


















