اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په ملتیا عشق آباد ته ورسید

اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ عشق آباد ته ورسید
له ارګه دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې له غني سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي هم ملتیا کوي.

د خبرپاڼې په وینا اشرف غني به له خپل ترکمنستاني سیال “قربانقلي بیردي محمدوف” سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.
د ارګ د خبرپاڼې له قوله چې دواړه ولسمشران به ځینې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي خو په اړوند یې معلومات ندي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button