سوریه: خونړۍ چاودنې لسګونو تنو مرګ ژوبله واړوله

د سوریې دامنیتي چارواکو له قوله ویل شوي دي چې د موټر بم چاودنه د پلازمینې دمشق اړوند دباب توما په ښار کې شویده.

د راپورونو په اساس په یاده موټر بم په چاودنه کې ٢٠ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د امنیتي چارواکو په وینا چې له چاودنې وروسته یې دوه نور موټر بمونه روغ رمټ لاس ته ورغلي چې په وینا یې بریدګرو غوښتل ترڅو ۳ پرلپسې سترې چاودنې وکړي.

چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې د سوریې خلک تازه په تازه د اختر له رخصتیو د خپلو کاروبارونو په لور راوتلي .
د یادونې وړ ده چې په دمشق کې د مارچ په میاشتې کې هم دوه خونړۍ چاودنې شوې وې چې لسګونه تنه یې ووژل دهغو حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی ؤ.
د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نده اخیستی خو ښایی دا برید هم داعشي ملیشو چې په سیمه کې نفوذ لري کړی وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button