افغانستان او پاکستان ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ګډ عمليات کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱۴)

افغان ولسمشر اشرف غني له امريکايي پلاوي سره د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه د ګډو عملياتو وړانديز ومانه.

د سناتور جان مککين په مشرۍ امريکايي پلاوي له پاکستان سره په دې اړه له خبرو وروسته له اشرف غني سره هم غږيدلی او دواړو خواو په کرښه کې د ګډو پوځي عملياتو پريکړه کړې ده.

د ولسمشر وياند نجیب ازاد وايي، چې امريکايي پلاوي ولسمشر غني ته وويل، چې د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر باجوه پر ډيورنډ کرښه د وسله والو پر ضد د ګډو پوځي عملياتو توافق کړی دی.

د جان مککين په وينا امریکا به د يادو عملياتو د تائيد او څارنې زمينه برابره کړي.

نجیب ازاد وايي، دا داسې ګډ عمليات دي، (که پاکستان د کرښې دې غاړې د ترهګرو په اړه معلومات لري موږ سره به يې شريکوي او که موږ په پاکستان کې د وسله والو د ځای او مرکزونو په اړه معلومات لرو نو هغوی ته به يې په واک کې ورکوو، دواړه هېوادونه مکلف دي چې د نړيوالو تر څارنې لاندې د وسله والو په وړاندې عمليات وکړي).

خو د ښاغلي ازاد په وینا پاکستاني لوری د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې د ترهګرو خلاف عملیاتو ته نه وو چمتو او زياته يې کړه چې “زموږ یواځينۍ هڅه همدا وه چې پر پاکستان فشار راشي څو د یو درېیم‎ګړي تر څارنې لاندې دې ته چمتو شي چې د ترهګرو پر ضد به جنګیږي. دا هماغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یوو”

جان مککين تېره ورځ په کابل کې د يو شمير چارواکو سره له ليدنو کتنو وروسته وويل، چې امريکا په افغانستان کې د بريا ادعا نه کوي او د جګړې ګټلو لپاره يې لا هم ډیر مزل په مخ کې پاتې دی.

نوموړي د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د امريکا زړه تګلاره مناسبه نه وه ځکه د زرګونو بهرنيو او افغان عسکرو په وژل کېدو هم بريا ترلاسه نه شوه، نوې تګلاره بايد دغه حالت ته تغير ورکړي.

په ورته وخت کې افغان شنونکی او د کابل پوهنتون استاد فيض ځلاند د دغو ګډو عملياتو په اړه ليکي “د افغانستان په معاصر کې تر ټولو ستر خیانت همدا کیدی شي”  نوموړي ويلي که د افغانستان د خاوري اصلي بچیان ددې شومې دسیسې خلاف غږ پورته نه کړي، کیدی شي موږ د تاریخ داسې پړاو ته ټیل وهلی شو چې د سوريي او عراق ولسونه به را پورې وخاندي.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button