(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
د سوريې رسنيو د راپورنو سره سم، په دمشق کې د روسيې په سفارت راکټي حمله شوې، چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.
د سنا خبري اژانس ويلي، چې يو راکټ د سفارت په داخل کې او بل د سفارت ودانۍ ته نږدې لګېدلی دی.
د سرچينې په وينا، په دې بريدونو کې اووه تنه ټپيان شوي دي.
ويل کېږي، په دې بريدونو کې د سفارت ډیره برخه زيانمنه شوې ده، خو د سفارت کارکوونکو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
روسيه په سوريه کې د بشارالاسد د ځواکونو هوايي او نظامي ملاتړ کوي او د مخالفينو پرضد جګړه کې برخه لري.
تر اوسه د دغه بريدونو مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
-الماس خدرخېل-

















