اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ غونډه کې د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په اصولي ډول تایید شوه.

د غونډې د پرېکړې له مخې، د اقتصادي معاونیت په مشرۍ یو تخنیکي کمېټه ټاکل شوې چې د پروژې تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي ارزونې ترسره کړي او راپور یې په درېیو میاشتو کې اقتصادي معاونیت مقام ته وړاندې کړي.

د چارواکو په وینا، یاد ښارګوټی به په شاوخوا ۱۱ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي او خصوصي سکټور یې لپاره د نږدې ۸ میلیارد ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button