متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير “مولوي اميرخان متقي” له روانو جګړو او شخړو څخه د خلاصون لپاره پر ديپلوماسۍ او خبرو اترو ټينګار کړی دی.

ښاغلي متقي دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت د «ديپلوماسۍ انسټېټيوټ د شپږمې تخصصي دورې فراغت» غونډې پر مهال کړې او ويلي يې دي، که څه هم په نړۍ کې ګڼې جګړې شوې دي، خو په پای کې يې حل د ديپلوماسۍ له لارې موندل شوی دی.

نوموړي له پاکستان سره وروستيو کړکېچونو ته په اشارې سره ويلي، چې د چين په کوربه‌توب ترسره شوي وروستي مذاکرات مثبت وو او ټينګار يې کړی، چې افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې له ۷ مياشتې زياتې وغځېدې او د قطر او ترکيې په کوربه‌توب ترسره شوي مذاکرات هم د پاکستان د کمزورې ديپلوماسۍ له امله بې پايلې پای ته ورسېدل.

مربوطه مطالب

Back to top button