بدخشان: طالبانو په تګاب ولسوالۍ کې پرمختګونه کړي
سیمیزو چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د دې ولسوالۍ به مرکز او یوشمیر پوستو حملې کړې چې په نتیجه کې یې یو لړ پرمختګونه هم کړي.
د تګاب ولسوالۍ امنیتي چارواکو په وینا چې طالبانو په یاده ولسوالۍ کې ۱۲ تنه بولیس ژوندي نیولي ، او ۷ تنه نوریې وژلي.
طالبانو د یادو جګړو پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې تر اوسه یې ۱۲ لوی او مهم کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي، او شاوخوا ۳۲ تنه عسکر یې وژلی دي.
طالبانو د نیولو شوو عسکرو په اړوند څه ندي ویلي.
طالبانو ویلي چې به یاده جګړه کې یې له افغان ځواکونو څخه ۲۵ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله پیکاماشیندار، ۲ قبضې راکیټ، او په زیاته اندازه مهمات او نظامي توکي نیولي دي.
د چارواکو په وینا جګړه لاهم روانه ده.
دا پداسې حال کې ده چې د هیواد په شمال،او جنوبي برخو په اکثره ولایاتو کې د امریکایانو په ملتیا د افغان ځواکونو، او طالبانو تر منځ خونړۍ جګړې روانې دي، چې ښکیلې غاړې یو بل ته د درنو تلفاتو د اوښتلو ادعاوې کوي
















