کندوز: د خان آباد ولسوالۍ د سقوط په شیبو کې ده
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري رسنیو ته ویلي چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی.
نوموړی ویلي خان آباد د سقوط شیبې شماري او ژر ده چې یوځل بیا یاده ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.
د نوموړي له قوله طالبانو د کندوز- تخار لویه لاره تړلې او د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو سخت بریدونه دوام لري
نوموړی وایي امنیتي ځواکونه د خان اباد په چهارتوت سیمه کې شتون لري او طالبان هڅه کوي دغه سیمه هم ونیسي.
بلخوا طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ادعا کړې چې جګړه لاهم روانه د ه او په لړکې یې تردې مهاله د ۴ مهمي قراراګاه وي نیولې، او ۳ لوی کلي یې په ټوولیزه توګه تر خپل کنترول لاندې راوستي .
طالبانو ویلي چې په یادو جګړو کې یې د افغان ځواکونو ۱ عراده ټانګ ویجاړ کړی ، اود ۱۱ تنو کمانډو عسکرو په ګډون یې۳ تنه اربکیان وژلي دي
د خان آباد ولسوال ویلي چې له مرکز څخه یې مایوسه کونکی ځواب تر لاسه کړی ، او ښایي دا ولسوالۍ د بیا ځل لپاره د وسلوالو لاس ته ولویږي.

















