کابل ټکی کام ( سه شنبه ١٣٩٤ لړم ٢۶/ ٢٠١٥ م نومبر ١۷)
بدخشان ولایت نه په راغلي خبر کې ويل شوي دي، چې تېره ورځ د راغستان ولسوالۍ اړوند سیاب سیمه کې د طالب ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د یوه مهم قومندان په ګډون ۸ اربکیان ژوندي نيولي دي .
د خبرله مخې طالبانو په دغه سیمه کې هغه مهال عملیات پیل کړل کله چې دوي ته اطلاع ورکړل شوه چې یادې سيمې ته یو شمېر اربکيان راغلي دي .
طالبانو ته نږدې منابعو ويلي دي چې قومندان سنګي محمد او ۸ ملګري يي د خاصو عملیاتو په ترسره کولو سره نيولي دي .
طالبانو هم دغه پېښه تائيد کړې او زیاتوي چې دوي ددغو عملیاتو په لړ کې یو شمېروسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي .
خو بیا دولتي چاروکو په دې اړه څه تبصره نه ده کړې .
سلیم بریال


















