شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

افغانۍ ولې مخ پر ځوړند روانه ده

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
نوومبر 17, 2015
کټګوریانې: راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام اقتصادي راپورتاژ فرید احمد

هره ورځ افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په بې سارې ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

دوه ورځې وړاندې د کابل شهزاده مارکیټ په صرافیو کې یو ډالر له ۶۷ افغانیو سره تبادله کېده، پرون له ۶۸ افغانیو سره یو ډالر تبادله کیده، او نن تقریباً ۶۰ پوله نوره هم ښکته راغلې ده.

په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د افغانۍ د نویو بانک نوټونو له چاپ راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ډالر پر وړاندې دومره ارزښت له لاسه ورکوي.

څو میاشتې وړاندې یو ډالر له ۵۶ افغانیو سره تبادله کېده، چې په دې حساب سره په څو میاشتو کې د هر ډالر پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې ۱۲ افغانۍ کموالی راغلی دی.

همداشان افغانیو د ټولو بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، زر پاکستانۍ کلدارې چې د تېر زېږدیز کال د نومبر په ۱۶مه نېټه ۵۶۴ افغانۍ کېدې اوس ۶۳۴ افغانۍ کېږي.

د اماراتو یو درهم د تېر کال د نومبر په ۱۶ مه نېټه ۱۵ افغانۍ او ۶۰ پوله تبادله کېده؛ خو پرون یې د تبادلې نرخ ۱۸ افغانۍ او ۴۰ پوله کې وو..

زر هندۍ کلدارې چې د تېر کال په نومبر کې ۹۴۰ افغانۍ کېدې اوس ۱۰۳۰ افغانۍ کېږي.

خو سوال داده چې افغانۍ ولې خپل ارزښت د هرې ورځې په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي؟

د مرکزي بانک ویاند ایمل هاشور ددې علت په نړیوال بازار کې د ډالر لوړېدل او د نړیوالو کمکونو کمېدل یادوي.

هغه زیاتوي چې مخکې به په لوړه کچه نړیوال کمکونه افغانستان ته راتلل خو اوس ډیر محدود شوي دي.

خو اکثر صرافان بیا دا کار د مرکزي بانک بې کفایتي بولي، او اعتراض کوي چې د افغانستان بانک نشي کولای د افغانستان پولي نظام په سمه توګه سمبال او مدیرت کړي.

د صرافانو د اتحاديي ویاند حاجي زیرک د تمسخر په شکل وايي چې مرکزي بانک ددې انتظار باسي ترڅو یو لوړ تغیر د افغانیو په ارزښت کې راشي نو هغه وخت به لاس په کار شي، چې بیا به هیڅ نشي کولای.

خو په کابل کې اقتصاد پوه ښاغلی روشن بیا وایي چې افغانۍ به لدې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي ځکه چې په افغانستان کې امن نشته، خلک سرمایه ګذاري نکوي، ورځ تر بلې د ولس او نړیوالو بې باوري په دوه سري حکومت زیاتيږي. هغه نړیوالو چې مخکې به یې له مرکزي بانک سره کومه مرسته کوله هغه اوس نکوي، چې دده په اند افغانۍ به نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

په پيښور کې ځوان افغان سیاستوال ښاغلی سید عبدالله هاشمي د سیاست له اړخه افغان حکومت یو ناکام او تر بل هروخت بې اعتماده نظام یادوي، هغه وایې چې په نظام کې پر یو بل اعتماد له منځه تللی دی، هر څوک د خپل جیب لپاره کار کوي.

هغه همداشان د اوسني حکومت خارجي پالیسي یو ناکام سیاست بولي، او وایي چې په ټوله نړی کې دوی یو ملک نشي پیدا کولای چې پر اوسني نظام دې باور ولري، هغه زیاتوي چې په سیاست کې تر ټولو لازمي امر دادی چې باید له ګاونډیو هیوادونو او سترو بډایو هیوادونو سره دې ښې اړیکې ولري خو افغان حکومت خارجي پالیسي له صفر سره ضرب ده، کله چې د طالبانو هیات یو ملک ته لاړ شي کوربه ملک ورته د افغانستان د واکدارانو په سترګه ګوري خو د نظام هیات ته په سپکه سترګه ګوري، پداسې حالت کې به څنګه زمونږ د افغانیو ارزښت پر ځای پاتې شي.

 

مخکینې مطلب

د بدخشان په راغستان کې طالبانو د یوه قومندان په شمول ۸ اربکيان

بل مطلب

عدناني: ایران د دوی له ډلې سره ۵۰٪ مرسته کوي

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com