د امریکا له لورې افغان ځواکونو ته ورکړل شوې وسلې او مهمات په جګړه کې د افغان ځواکونو له پرلپسې ماتو وروسته ورو ورو د طالبان لاس ته لوېږي.
زغروال وسایط، د شپې دوربینونه، لېزرې وسلې او بېلابېل ډوله هغه نظامي مهمات چې امریکا افغان ځواکونو ته ورکړي وو اوس د طالبانو په لاس کې دي او په همدې وسلو له افغان او بهرنیو ځواکونو سره جګړه پر مخ وړي.
اوس مهال امریکا په خپل لاس له جوړو شویو زغروالو وسایطو او وسلو سره جګړې کولو ته مجبوره شوې ده.
په دې وروستیو کې طالبانو له افغان ځواکونو نیول شوې شوبلې او نور زغره وال موټر د خپلو سرتېرو بریدونو د ترسره کولو لپاره کارولي چې امریکايي او افغان ځواکونو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي پوځ یوې چارواکې ارمي ټایمز وېبپاڼې ته ویلي امریکايي مرین ځواکونو دطالبانو د هاموي ټانکونو د ویجاړولو په موخه ګڼ بریدونه تر سره کړي، تر څو طالبان ونه کړای شي نیول شوي ټانکونه په خپلو سرتېرو بریدونه کې وکاروي.
همدا راز طالبان هاموي ټانکونه په مخامخ بریدونه کې هم کاروي چې د کندز او هلمند جګړې یې ښکاره بېلګې دي.

طالبان چې د کارپوهانو په خبره، تر بل هر وخت پیاوړي او منظم دي، په خپلو عملیاتو کې یې له پرمختللو وسلو کار اخیستل پیل کړي دي. په هلمند ولایت کې د طالبانو یو شمېر وسله وال د شپې په دور بینونو او لیزرې وسلو سمبال شوي، له همدې امله افغان ځواکونه له طالبانو سره جګړې ته زړه نه ښه کوي.


د چارو شنونکي وايي، د نظامي تجهیزاتو یوه برخه طالبانو د جګړې پر مهال نیسي او یوه لویه برخه یې هغه تجهیزات جوړوي چې افغان ځواکونه یې له تسلیمېدو وروسته طالبانو ته سپاري.


















