غور: سختو بمباریو په تیوره ولسوالۍ کې ولسي خلک وژلي
د راپورونو په اساس ویل شوي چې د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ په بازار ګډوځواکونو سخته بمباري کړې ده
راپورونه وایي بمبار لسګونه دکانونه له خاورو سره خاورې کړي او ګڼو ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند د یاد برید دتاید ترڅنګ ویلي چې برید کې یواځې ملکیان په نښه شوي او دوی ته پکې کوم زیان ندی رسیدلی نوموړي ویلي ( په دغه بمبار کې مجاهدین هیڅ زیان نلري، بلکې هغوی خپل پیاوړي احتیاطي تدابیر نیولي دي، شکست خوړلی دښمن له ملکي خلکو څخه دخپلې ناکامۍ غچ اخلي.)
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم دولتي ځواکونو په یاده ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل چې هلته هم یواځې ملکي وګړي دحملې قربانیان ؤ.
د یادونې وړ ده چې تیوره ولسوالۍ څو ورځې وړاندې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستله.
سیمیزې سرچینې وایي چې د دولتي ځواکونو ټانګونه د ولسوالۍ د نیولو توان نلري او اوس هغوی پدې هڅه کې دي چې یاده ولسوالۍ د سختو بمباریو په مټ له طالبانو څخه بیرته ونیسي


















