یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دروغ وایه په شرعه یې روغ وایه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 27, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابوبلال

له تېرو شپاړلس کالو څخه د صلیبي مزدورانو او امریکایي لاسپوڅو په خوله همدا خبره راڅرخي چې طالب د پنجاب غلام دی یا پنجاب پلوه دی یا د پنجاب دګټو لپاره جنګ کوي، یا پنجاب پرې حاکم دی، دا، او داسې بلا بېهوده خبرې په عامو مجالسو، له غربي رسنیو او په خواله رسنیو (سوشل میډیا) کې اوریدل کېږي چې له بده مرغه دکمزوري ایمان خاوندان یقین په کوي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

راځئ لږ دې خبرو ته دیوه سالم عقل او یوه روغ هوښیار انسان په توګه د ازاد ضمیر او عقیدې په قضاوت ژور فکر وکړو.

که بالفرض ومنو چې طالب د پنجاب په خوله دافغانانو بچي وژني، نو که همدا مفروضه د ځان لپاره واخلئ، آیا دومره به پست شې چې د پنجابي په خوله خپل افغان ورور ووژنې؟

که چېرته خبره دمادیاتو شي نو طالب خو دمادیاتو له نړۍ بیخي لرې او هیڅ تړاؤ ورسره نه لري

که دعقیدې خبره شي نو بیا خو پنجابی تر افغاني لومړی د وژلو مستحق دی ځکه پنجاب چې څومره خیانت او جفا له اسلام او امارت اسلامي سره کړې شاید امریکا هم نه وي کړي.

او که چېرته دا ومنو چې طالب افغانی دی خو دپنجاب د ګټو لپاره وطن ورانوي؛ نو پوښتنه داده چې طالب مشران کومو موخو ته درسیدو لپاره پردی چوپړ وهي؟

که واک یې موخه وي، واک خو ورسره و ولې ترې تېر شوه؟

که مادیات یې موخه وي، پنجاب خپله په سوال ټوک ډوډۍ ته ناست دی او که بله کومه موخه لري تاسو یې ووایئ؟

که ووایو چې طالب د پنجاب تر تاثر لاندې دی نو راځئ دا هم د حقایقو په رڼا کې تحلیل کړو

طالب په کومه معنا د پنجاب تر تاثر لاندې دی؟

که عقیده راواخلو نو بیا خو د هیواد د اردو، یا د دولتي چارواکو او ځینو علماؤ عقیده په څو واره د پنجابیانو تر عقیدې بهتره ده. اقلاً د یوه مجاهد ملت بچیان خو دي، نو طالب په دا شل کاله کې څنګه ددې فوځ او درباري علماؤ تر تاثیر لاندې رانغی چې دپنجاب له عقیدې متاثر شو؟

او که خبره د مادیاتو په لحاظ واخلو نو آیا پنجاب به طالب ته ډېر امتیازات ورکړي او که افغان دولت او امریکا؟

آیا هغه امکانات چې د افغان دولت او امریکا په لاس کې شته، له پنجاب سره شتون نه لري؟

او که طالب چېرته د کوم مجبوریت په بنیاد دپنجاب لپاره ځان وژني نو دا به څومره افراد وي چې پنجاب ته مجبوره وي؟

دا له شپاړلس کالو راهیسې چې جنګېږي دا استشهادیان، فدایان او عام مجاهدین چې تر لکونو یې تعداد رسیږي، دا ټول یو مخ پنجاب ته مجبور دي؟

آیا دا ده دمنلو وړ منطق دی؟

یوه بله خبره:

تاسو همدې غربي لاسپیکرو ته په خپل خدای قسم ورکړئ چې په دا شل کاله کې مو کوم پنجابی عسکر ژوندی نیولی؟

دکوم پنجابي فوځي مړی مو خلکو ته ښکاره کړی؟

د پنجاب کومه جنګي الوتکه مو لیدلې چې طالب ته یې اسلحه او جنګي تجهیزات اکمال کړي وي، او یا یې د طالب دښمن بمبار کړی وي؟

لنډه به دا درته ووایم چې په هغه ذات مې دې قسم وي چاچې دا دنیا پیدا کړې، دچا په قبضه کې چې زما روح دی  طالب یواځې او یواځې د پاکې سپیڅلې عقیدې په مټ د مقدس جهاد په نیت، د اعلاء کلمة الله لپاره او د یوه شرعي او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره سپیڅلې مبارزه کوي او په دغه لاره کې د سپکو سپورو کنځلو او رټلو په شمول د خپل خواږه ژوند او نازک وجود پروا هم نه کوي ځکه د یو پاک او ستر هدف لپاره داهیڅ هم نه دي

نور نو د خدای پر وړاندې د هر چا خپل مسئولیت پر خپله غاړه دی مګر دومره باید ووایم چې پښتو متل دی دروغ وایه په شرعه یې روغ وایه. نو که له طالب جهاد او اسلام سره دښمني کوي په نره او میړانه یې وکړه داسې دروغو او ناپړیتو ته هیڅ اړتیا نشته چې نه یې عقل مني او نه نقل.

مخکینې مطلب

غور: سختو بمباریو په تیوره ولسوالۍ کې ولسي خلک وژلي

بل مطلب

فاریاب په بمباریو کې ۵۰ تسلیم شوي سرتیري وژل شوي:

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com