پاکستان: د سترې محکمې په امر نواز شریف له دندې ګوښه شو

پاکستان: د سترې محکمې په امر نواز شریف له دندې ګوښه شو

وروسته له هغه چې د پاکستاني صدراعظم نوازشریف پرضد دفساد د یو لړ دوسیې رابرسیره شوې ستر محکمې د نوموړي د قضیې د څیړلو امر وکړ.

د پاکستان سترې محکمې د پانامه په دوسيه کې لومړی وزیر نوازشریف، له دندې ګوښه او بې صلاحیته کړی دی

نواز شریف تورن وو چې له هیواد څخه بهر، د خپلو شتمنیو په اړه یې ناسم معلومات ورکړي.ؤ
د محکمې یوتن قاضي اجازافضل خان په دې اړه رسنیو ته وویل چې «هغه نور د دې شرایط نه پوره کوي چې د پارلمان د یوه صادقه غړي په توګه پاته شي هغه به د لومړي وزیر دنده هم پریږدي.»
د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ لومړی وزیر نوازشریف له دې کبله بې صلاحیته کړ چې هغه له هیواد څخه بهر د خپلو شتمنیو په اړه ناسم معلومات ورکړي.

ځینې سرچینې وایي چې ښایي تر دې وروسته د شریف د کورنۍ په اړه هم جرمي څیړنې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د اپریل په میاشت کې د سترې محکمې د څیړونکو یوې ډلي، په لندن او نورو ځایونو کې د نواز شریف د کورنۍ د شتمنیو په اړه څیړنې وکړې. د دغه شتمنیو په اړه معلومات تیرکال د «پاناما بربنډونو» په ترڅ کې خپاره شوي ول.

د محکمې یادې ډلې له نوازشریف، د هغه له دوو زامنو، یوې لور او د کورنۍ له نورو غړو څخه په جلا جلا توګه تحقیقات کړي دي.

باید وویل شي چې شریف د پاکستاني صدراعظم په حیث څلورځله واکمني کړې ده چې بالاخره په یوه لانجمنه دوسیه کې ګیر او له دندې وشړل شو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button