نورستان: ۱۵ کاله وروسته هم د محبس ودانۍ شتون نلري.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۰ فرید افغان)
د نورستان چارواکي وایي چې دا ولایت تر اوسه هم د محبس د ودانۍ څښتن شوی ندی.
د دې ولایت چارواکي وایي چې محبوسین او د محبس چارواکي په یوه خونه کې ګډ پراته وي .
چارواکو ویلي چې څو کاله یې محبوسین د میږو په شپول کې وساتل چې بیا یې په خپل شخصي لګښت ورته د خټو یوه خونه جوړه او ګډ ژوند یې سره پیل کړ.
د محبس چارواکي وایي چې هره شیبه امکان شته چې محبوسین له زندانه وتښتي.
د نورستان په محبس کې یواځې څلور تنه اوسیږي معلومه نده چې یاد بندیان سیاسي دي که جنایي.؟
دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان په مرکزي زندانونو کې په بندیانو زیات زور زیاتی روان ده.
د لمونځ تلاوت اجازه نلري په ۵ نفري خونه کې ۲۰ تنه ژوند تیروي،او د چا چې د بند موده پوره ده بې سرنوشته پراته دي.
له دې سره سره د ډول ډول شکنجو او تعذیبونو له امله زندانونه له انساني ناورین سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button