د دوږخيانو اوښکي !

لیکنه : احمدجنیدمبارز
انس رضي الله عنه فرمایلي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته وفرمایل:
اې خلګو ژاړئ او که ژړلای نسۍ نو د ژړا شکل جوړ کړئ، ځکه چي دوږخي به په دوږخ کي دومره وژاړي چي د هغه اوښکي به د هغه په مخ کي ویالې جوړي کړي او اوښکي به یې بندي سي پر ځای به یې بیا ویني تر سترګو را رواني وي له همدې وجهي به یې سترګي زخمي سي. *الترغیب والترهیب صـ۴۹۳ *
په مستدرک کي مرفوع حدیث دی چي دوږخي به دومره وژاړي چي د هغه په اوښکو کي کښتۍ خوشي سي نو هغه به پکښي روانه سي او یا د اوښکو پر ځای به ویني له سترګو تویوي. *الترغیب والترهیب صـ۴۹۳*
یا الله جل جلاله ! ستا په فضل ځني نجات راکړه. امین



