د کندهار ولایت په سرتېري برید کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو هویت څرګند شو. ۲۳ کلن جوناتن مایکل هنټر Jonathon Michael Hunter او ۲۵ کلن کریسټوفر مایکل هارس Christopher Michael Harris هغه مهال ووژل شول کله چې د کندهار ولایت په شوراندام سیمه کې د دوی پر کاروان سرتېری برید ترسره شو. د سرتېري برید له امله هنټر او هارس ووژل شول او ۴ نور امریکايي سرتېري ټپیان شول.


طالبانو د سرتېري برید مسؤلیت منلی او وايي په برید کې ۱۵ امریکايي سرتېري وژل شوي دي. د کندهار له برید وروسته، تېره شپه یو ځل بیا پر امریکايي عسکرو سرتېری برید ترسره شو.

تېره شپه کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د یوه سرتیري بریدګر لخوا داسې مهال چاودنه وشوه چې په سیمه کې ولاړو امریکایي ځواکونو تلاشي کوله. امریکايي ځواکونو ویلي، په یاد برید کې یې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور سخت ژوبل شوي دي. ویل کېږي په چاودنه کې یو افغان ژباړن هم ټپي شوی دی.
طالبانو د دې د پیښې مسؤلیت منلی او وايي برید د موټر سایکل په وسیله ترسره شوی دی. د طالبانو ویاند وايي برید یې ناڅاپي او له نږدې ترسره کړی چې په پایله کې یې دوه ټانګونه ویجاړ شوي او ۱۱ امریکایي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکايي رسنۍ وايي د دې ۳ امریکايي سرتېرو په وژل کېدو سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو ټول شمېر ۱۰ تنو ته رسېږي.
۳ امریکايي سرتېري داسې مهال وژل کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د نه پرمختګ له امله غوسه شوی او او په يوه ځانګړې ناسته کې يې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشر جنرال نېکولسن له دندې د لرې کولو ګوتڅنډنه کړې ده.
د ان بي سي تلویزیون ته د ټرمپ یوه مشاور ویلي چې د سپیني ماڼۍ د قوماندي په خونه کې امریکایي ولسمشر له خپلو مشاورینو او پوځي جنرالانو سره په خبرو کې افغانستان د قبرستان په نوم یاد کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې کېدای شي امریکا دغه ماموریت وبایلي.
په غونډه کې له ټرامپ سره د سپیني ماڼۍ مشر سلاکار سټیف بینون، د نوموړي زوم او مشر سلاکار جراد کوشنر، د ملي امنیت سلاکار مک ماستر، لوی درستیز رینوس برینوس، د مسلحو ځواکونو مشر جنرال ډانفورډ، مرستیال ولسمشر مایک پینیک اود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسون په غونډه کې حاضر وو.
تېره مياشت د امريکا دفاع وزير جيمزمتېس ويلي و چې حکومت به ډېر ژر د افغانستان په اړه نوې پاليسي اعلان کړي، خو تر دې دمه لا د افغانستان په اړه د نوې تګلارې په جوړولو نه دي بريالي شوي.
د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه کې – چې ۱۶ کاله یې کېږي – شاوخوا ۲۳۸۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي او تر ۲۰۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي. اوس هم امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي عسکر مېشت دي او ویل کېږي چې ټرمپ به څو زره نور عسکر هم راولېږي.


















