دوبۍ : په لوړپوړیزه ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن سهار د دوبۍ ښار په ۸۶ پوړیزه ودانۍ کې سخته اورلګیدنه رامنځته شوې ده

عینی شاهدانو رسنیو ته ویلي چې اور لګیدنه په ۶۷ م پوړ کې د شپې د یوې بجې په شاوخوا کې پيل شوه.
خو د دوبۍ پولیسو بیا ګولف نیوز ته ویلي دي چې اورلګیدنه په نهم پوړ کې رامنځته شوه او په چټکه توګه نورو پوړونو ته وغځیده.

د دوبۍ د اور وژنې ادارې ویلي دي چې ودانۍ په ډیرې چټکتیا سره تخلیه شوې او د اور لګیدنې د قابو کولو چارې دوام لري.
یو تن عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې « مونږ ویده وه چې په ناڅاپي ډول سره د اورلګیدنې د خطر زنګ د غږیدو سره له خوبه ویښ شو. مونږ په ۵۰ م پوړ کې وو. خلک ډیر زیات وارخطا ول. په زینو کې ډیر زیات رش وو. په لسو دقیقو کې د ودانۍ نه په وتو قادر شو. »
د یادونې وړ ده چې په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی رسیدلی.
د دوبۍ د اور وژنې مشر ویلي دي چې اورلګیدنه په ټولیز ډول تر کنترول لاندې راغلې ده .
چارواکو ویلي چې نه پوهیږي اورلګیدنه د څه له کبله رامنځته شوې خو په وینا یې څیړنې یې پیل کړې دي .

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې هم په یاده آسمان څکې ودانۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه.

Via
دوبۍ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button