د سلواکیا لمړی وزیر وايي: مسلمانانو ته لدې وروسته د بالقوه خطر په سترګه ګوري
کابل ټکی کام فرید احمد ۱۳۹۴ لړم ۲۸
د ایکنا خبری اژانس راپور ورکړی دی چې د سلواکیا لمړی وزیر رابرټ فیکو په پاریس کې له حملو وروسته په یوه بیانیه کې ویلي چې لدې وروسته به په سلواکیا کې مسلمانانو ته د یوه خطر په سترګه ګوري او همیشه به يې تر څارنې لاندې ساتي.
او همداشان د سلواکیا اکثرو دولتي کمپنیانو مسلمانانو ته له برید وروسته تر امر ثاني پورې د نه ورتګ امر کړی دی.
له بلې خوا د کاناډا لومړی وزیر په کاناډا هیواد کې د مسجد السلام په سوزولو نیوکه کړی ده.
د کاناډا لومړی وزیر جاستین ترودو د یوې خپرې شوې بیانیې له لارې ویلي دي د کاناډا په پیتر بورو ښار کې د یوازنی جومات په سوزولو سره خواشینۍ دی.
د پاریس له حملې وروسته په کاناډا، هسپانیه، استرالیا، امریکا، برتانیه او ګڼو نورو امریکایي او اوروپايي هیوادونو کې د مسلمانانو په مسجدونو او اسلامي مراکزو باندې د صلیبي ترهګرو لخوا بریدونه زیات شوي دي.



