برمک د کورنیو چارو وزیر، او جاهد د ولسمشر سلاکار امنیتي وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲ فرید افغان)
راپورنه وایي، چې وروسته له ډیرو هڅو ولسمشر غني وتوانیده چې د کورنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړي او پځای یې اویس برمک د دې وزارت لپاره دنوماند وزیر په توګه معرفي کړي.
په جاهد تورونه وو چې پدې وزارت کې قومي تعصباتو ته لمن وهي او همداراز نوموړی د یو بې کفایته څیرې په حیث پیژندل کیده چې هغه مهال شنونکو ویل چې نوموړی د یوه انتسابي وزیر په حیث له دې کبله ټاکل شوی چې غني ورباندې خپل مخالفین وغولوي.
په همدې حال کې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر تاج محمد جاهد ته هم یوه دنده ورکړې او په امنیتي چارو کې یې دخپل سلاکار په توګه ټاکلی دی.
داپداسې حال کې ده چې اشرف غني تیره اونۍ هم د درې وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران وټاکه چې په کې محمد مصطفی مستور د اقتصاد وزارت د نوماند په توګه، یما یاري د فوایدعامه وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه، او شهزاد ګل اریوبي د مخابراتو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه شامل وه.
د چارو څیړونکي وایي چې غني هڅه کوي له یوې خوا خپل سیاسي مخالفین ، یا وځپي،او یا یې د خپلې سیطرې لاندې راولي، او له بل لوري د هغوی ملاتړي په لوړو دولتي امکاناتو ونازوي ترڅو د هغوی له حمایت څخه لاس واخلي



