کندز ولايتي شورا: طالبان اوس هم دکندز- تخار په لويه لاره واکمن دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲): د کندز ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت لويې لارې لا له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي او په خبره يې چې وسله وال طالبانو د کندز- تخار پر لویه لاره واکمن دي او هر وخت چې وغواړي پر دغه لاره تلاشي کوي.

د دوی په وينا، د امنيتي مسئولينو د نه همغږۍ له امله وسله وال طالبان د کندز ښار په ډيرو سيمو حاکميت لري او دولتي منسوبين نه شی کولی چې په ډاډه زړه له ښاره بهر تګ راتګ وکړي.

د کندز د ولايتي شورا رئيس امرالدين ولي رسنيو ته وويل، چې د کندز- تخار او کندز- شېرخان بندر لويې لارې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او د لارې دواړو غاړو ته په پرتو کليو طالبان واکمن دي.

نوموړی زیاتوي، چې پر دغو لارو دولتي منسوبين او چارواکي د خونديتوب احساس نه کوي او د طالبانو د بريدونو له ويرې په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی.

که څه هم دولتي ځواکونو د کندز ښار شاوخوا سيمو کې څو ځله د طالبانو پر ضد عمليات وکړل، خو تر ډېره يې دغه عمليات د طالبانو د سخت مقاومت سره مخ شول او اوس هم د کندز ښار اړوند ډیری سيمې د طالبانو په واک کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button