محمد نبي په سي پي ايل کې ښه ځلېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲): د افغانستان مشهور اوتکړه لوبغاړی محمد نبي عيسی خېل چې اوس د سي پي ايل په سياليو کې برخه لري، ښه ځلېدلی دی.

نوموړي په پرونۍ لوبه کې له لوياسټارز لوبډلې سره په ۹ بالونو ۲۴ منډې وکړې، چې دوه يې شپږيزې او درې څلوريزې ووهلې.

په پرونۍ لوبه کې چې ټول ورته نهه توپه وشول، چې پنځه يې مس کړل او پاتې نورو باندې يې ۲۴ منډې جوړې کړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

د سي‌پي‌ایل شل اوره لوبو ټورنمنټ هر کال تر سره کېږي چې لومړی هغه یې په ۲۰۱۳ کال کې تر سره شو.

د کاربین کرېکټ غوره لیګ په نړۍ کې د څلورو مهمو لیګونو له ډلې دی چې هر کال د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ له لوري تر سره کېږي چې سږنی کال پکې شپږ لوبډلې لوبه کوي.

محمد نبي په سي‌پي‌ایل لوبو کې د St Kitts and Nevis Patriots لوبډلې له خوا د ۹۰ زرو ډالرو په بدل کې پېرل شوی دی.

راشد ارمان بیا د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې د Guyana Amazon Warriors لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

دا لومړی ځل دل دی چې افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد ارمان په کرابين کرېکټ غوره ليک سياليو کې برخه اخلي.

تر دې مخکې دغه افغان لوبغاړي د هندوستان په ای پي ايل کې لوبې وکړې، چې د نړيوالو لیګونو پام يې هم ځان ته واړولو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button