د طالبانو په لاس رامنځ ته شوي ملکي تلفات ولي نه ثابتیږي …؟!

ليك :  موسی فرهاد
دوې پیښې
1 – له نن نه قریب یوه اونۍ وړاندي طالبانو د هیواد په شمال سري پل ولایت صیاد ولسوالۍ کې د میرزاولنګ پراخه منطقه له حکومتي ځواکونو څخه تر سختو جګړو وروسته ونیوله ، ویل کیږي چې په جګړه کې څلور تنه مجاهدین شهیدان او ۷ تنه نور زخمیان شول، خو د دښمن یاني مقابل طرف نه یې 28 تنه پولیس او اربکي ملیشې ځای پرځای ووژل شول چې جسدونه یې د جګړې پر میدان پاتي او وروسته د سیمي د سپین ږیرو په توسط خپلو سیمو او کلیو ته واستول شول.
2 – همدارنګه پوره درې اونۍ مخکي د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه ، حکومتي ځواکونه څه کسان په تيښته بریالي شول ، څه ووژل شول او 135 تنه په محاصره کې پاتي شول چې بیا وروسته یې ځانونه مجاهدینو ته تسلیم کړل او هغوی بیا د سیمیزو مخورو په تضمین خوشی کړل او له خپلو کورونیو سره یوځای شول.
دا خو د دواړو پیښو لنډکی صورتحال و ، مګر خبره دا ده چې دلته له دې واقعې صورتحاله ورهاخوا رسنیو څه خبرونه ورکړل ؛ او څومره یې په نامستند ډول دا موضوع په اونیو اونیو وشاربله ؛ د حیرانتیا ځای دی .
د رسنیو خبر
کله چې میرزاولنګ سیمه طالبانو ونیوله په کابل کې یو شمېر حکومت پلوو رسنیو فوراً خبرونه خپاره کړل چې ګویا طالبانو په یاده سیمه کې قتل عام کړی ، کورونه یې سوځولي او د خلکو شتمنیو ته یې زیان اړولی او د 50 تنو په شاوخوا کې ملکي خلک یې یرغمل کړي او بیا یې وژلي دي.
دا خبره نه یوازي رسنیو آخوا دیخوا کوله بلکي حکومتي چارواکو حتی تر اشرفغني پوري نورو لوړپوړو کسانو هم بدرګه کوله او دایی ویل چې طالبانو ملکي خلک وژلي دي. دا چې رسنۍ د هغوی یوه نمونه وړاندي کړي په تصویري او یا ویډیويی بڼه او یا د سیمي د خلکو له خولي صورتحال ذکر کړي؛ هیڅ نه وو او نه یې په ټولنیزو شبکو کې کومه نښه نښانه چا ولیدله . مګر بیا هم رسنیو ، بشري ټولنو ، حکومتي چارواکو او نورو هغو نهادونو چې له طالبانو نه، کرکه لري ؛ ټولو په یوه خوله دا بې سنده خبرونه بدرګه او تراوسه یې هم زمزمه کوي.
د خبري دویم اړخ یې دا ورسره ذکر کړ چې دوی ویل د لته طالبانو او داعشی خلکو ائتلاف کړی او په ګډه یې دا قتل عام کړی.
په عین شکل د تیوره ولسوالۍ له نیولو سره چې د طالبانو په لاس سقوط شوه ؛ اشغال پلوه رسنیو خبر ورکړ چې هلته طالبانو یو لوی ملکي روغتون سوځولی چې پرسونل یې د ډاکټرانو په ګډون 35 تنه وژلي دي.
دا هم په همغه بې ثبوته او بې سنده بڼه په رسنیو کې د ګردش په حال کې وو چې د امریکایی الوتکو په مټ د حکومت عسکرو دا ولسوالۍ بیرته ونیوله.
د ولسوالۍ له نیولو وروسته خو پکار دا وه چې د هغه سوځول شوي روغتون او د هغه د عملې د وژلو شواهد میډیا ته ښودل شوي وای ؛ خو هیڅ پته یې ونه لګیده او نه یې د پرسونل د وژلو کوم مړی چا ثابت کړای شو. سره له دې چې رسنیو کولای شوای چې د حکومتي عسکرو تر ورتګ وروسته خو هلته ورغلي وای. مګر همداسي پاتي شوه چې نه څه وو او نه څه شته .
د میرزاؤلنګ د پیښې نه درې ورځي وروسته یوناما هم اعلان وکړ چې دقیقه پلټنه یې پیل کړي ، خو هفته وروسته یې هم هیڅ ونه موندل او پیښه یې همداسي پټه پریښودله.
د طالبانو اعلامیه
اوس چې په دې اړه د طالبانو وروستۍ اعلامیه راغله او په هغه کې په تفصیل سره د پیښي جریان ذکر شوی او د رسنیو دا یکطرفه تبلیغات یې مغرضانه بللي او آزادو خبریالانو ته بلنه ورکول شوي چې هرڅوک کولای شي چې راسي په میرزاولنګ کې د قتل عام یوه نمونه خلکو ته ثابته کړي ، د سیمي له خلکو پوښتني وکړي چې آیا رښتیا دا کار شوی او که هسي یو دښمنانه پروپاګند پیل شوي ؛ دلته سړی هیښ پاتي شي چې د نن سبا په دومره پرمختللي رسنیزي ټیکنالوژۍ کې آیا بیا هم دومره ستر موضوعات او لویې پیښې پټي پاتیدلای شي ؟! او آیا دا دومره رسنیو کې یوه هم دومره نشي کولای چې هلته ورسي او واقعیت ځان ته مالوم کړي ؟! چې دا نشي ثابتولای نو آیا د دې دومره سترو دروغو ترشا اهداف څه دي او دښمن څه غواړي چې په داسي بدرنګو دروغجنو تبلیغاتو سره یې انجام کړي ؟
د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه داسي وضاحت شوي: « اسلامي امارت د میرازولنګ په سیمه کې ولسي خلکوته د مرګ ژوبلې هر ډول ادعا په کلکه ردوي، هلته هيڅ عام سړي، ښځې، ماشوم او سپين ږیري ته چا زیان نه دی اړولی ، افغان ولس دې په دې اړه تبلیغاتو ته هيڅ ارزښت نه ورکوي، ځینې کړۍ په لوی لاس له دا ډول خبرونو څخه قومي تربګنیو ته لمن وهي.
موږ د اهل تشيع له مشرانو، علماؤو او متنفذینو څخه هم غوښتنه کوو چې د دښمن دسیسوته په پام سره د یادې مسئلې په اړه خورا متوجه واوسي، دقیق معلومات راټول کړي او د هر راز مذهبي بدبينۍ مخه ډب کړي او پرينږدي چی د کابل لړزانده اداره او باداران یې په شومو او له حقیقت نه لیری تبلیغاتو د ځان په ګټه استعمال کړي او په نظامي سنګرونو کي ناست جنګیالي په ملکي خلکو تعبیرکړی.
اسلامي امارت رسنیو او هغو ادارو ته چې واقعا غواړي د میرازولنګ د سیمې دقیق معلومات ترلاسه اوخپاره کړي؛ بلنه ورکوي چې راشي، موږ سیمې ته د ورتګ زمینه ورته مساعده وو، دوی دې ټولې هغه ادعاوې په پوره بې طرفۍ سره وڅيړې چې د دښمن لخوا دا څو ورځې کیږي او لا روانې دي، ترڅوحقیقت معلوم او زموږ د دین او ولس د دښمنانو دسیسي رسوا شي. »
د عامو خلکو د نظر بیلګه
دا خو د طالبانو دلیل او موقف و ، د دې ترڅنګ عام خلک ، ولسي فعالان او له هزاره او اهل تشیع خلکو سره تړلي وګړي هم اوس په دې شیطاني رمز پوه شوي او داسی څرګندوني یې په ټولنیزو رسنیو کې کړي، د بیلګې په توګه د (معصومه نجفي) په نوم د سوشیل میډیا یوه فعاله پرخپله پاڼه لیکي چې: د میرزاولنګ پیښې څخه رسنیو هسي یوه افسانه جوړه کړي ، حقیقت دا دی چې دلته هیڅ ډول ملکي وژني نه دي شوي . په دروغو د دې ډول خبرونو نشرول د استعمار یو هدف دی چې د افغانستان د خلکو ترمنځ کرکي او نفرتونه را وټوکوي او هغوی د سمتي ، قومي او مذهبي شخړو په نامه له یو بل سره وجنګوي او داسي نور …
« معصومه نجفی facebook
ادعاهای کشتن مردم ملکی در منطقه میرزاولنگ سرپل پروپاگند غرب و حامیانش بیش نبوده تا کشور را به یک جنگ فرقه ای بکشاند. برادران و خواهران عزيز مواظب باشيد.
اين هم اصليت تصاوير كه مزدوران فيسبوكي داد ميزدند كه اين تصاوير مربوط ميرزا اولنگ است ، و حال ميبينيد كه مربوط يمن,هلمند و سوریه است. و صفحات مزدور مجوسی و سیکولار از هر فرصت براي آغاز جنگ هاي فرقه يي و مذهبي و قومي استفاده مينمايند ، و تمام تلويزيونها و فعالان فيسبوكي از جانب غرب پول مي گیرد…»
دا راز د تیوري ولسوالۍ د شفاخاني د سوځولو او پرسونل د وژلو په اړه یوه بل تن داسي لیکي: «ازهمه جالبتر اینکه، زمانی که این محل (ولسوالي تیوره) را دوباره از دست طالبان می گیرند؛ نه خبری از ویرانی شفاخانه است، و نه تصویری از کشته های پرسونل آن »
پای …
له پورتنیو ټولو خبرو نه واضحه شوه چې په افغانستان کې د دښمنانو بد عزایم او پلیتي ارادې ډېري خطرناکي دي ، هغوی غواړي چې دلته د سوریې ، عراق ، یمن او لیبیا په شان د مذهبي او قومي شخړو بنیاد کښیږدي. هغه په دې شکل چې د میرزاولنګ او تیوره د پیښو په څیر په دروغو او پټو سترګو د خلکو په منځ کې تفرقې او کرکي را پیدا کړي ترڅو خلک د سني ، شیعه ، فارسي ، پښتون ، تاجک ازبک او نورو په نامه، پخپلو کې دښمنیو ته وهڅوي. او یوه فاجعه رامنځه ته کړي. حالانکه په افغانستان کې په دا څلویښت کاله کې که هرڅومره مظالم ترسره شول خو له نیکه مرغه چې د دا ډول فتنو په رامنځته کولو دښمنان تراوسه نه دي بریالي شوي. د دښمن د همدې مرموزو مقاصدو له امله ده چې د طالبانو په لاس رامنځ ته شوي ملکي تلفات نه ثابتیږي…!

پای ……………………….!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button