تاریخ تکرارېږي

جواد څارګر

جبار قهرمان وایي؛ زه د افغانستان په معاصر تاریخ کې دری داسې څېرې پېژنم چې دپردیو پر اوږو سپاره راغلي، لومړی یې دریځ یې دپردیو پر ګټه وي، کله چې دپردیو له اوږو ښکته شوي او یا پوهیدلای چې نور دپردیو پر ګټه نه دی او پردي لاس ترې اخلي، بیا یې دریځ کاملاً تغیر خوړلی.

شاه شجاع د انګرېزانو پر اوږو سپور راغی او لومړی دریځ یې له وروستي سره خورا متفاوت و

په پیل کې یې د انګرېزي سرکار پر پلوۍ کومی واز کړی و، مګر کله چې وپوهېد انګرېزان یې نور په کیسه کې نه دي، دریځ یې تغیر وخوړ او پټ ـ پټ به یې له هیوادوالو غوښتل چې حاکمیت تر سوال لاندې دی، لهذا د انګرېزانو سره دمقاومت او مبارزې لپاره تیار شئ.

دوهم نفر ببرک کارمل دی؛ کارمل چې دسور برېتو پر اوږو سپور راغی نو لومړۍ بیانیه یې داسې وړاندې کړه《واقعي افغان کسی است که وفادار به دوستی شوروی باشد》بیا کله چې شوروي دلته ماتېږي او دتېښتې لارې لټوي، کارمل په حیرتان کې دمؤمن په قرارګاه کې و، زه له هلمنده ورغلم ورته ومې ویل؛ دوطن حالات پر کومه خوا روان دي کارمل صاب؟

راته وایي: تشویش نکو، روسها میخواستن وطن را خود کند، خار واری دګلونش بند ماند》

دریم یې کرزی دی؛ د اشغال په پیل کې مسکو ته راغی، ویل یې د’ګردن کلوب’ سره مې دوستانه ده، عجب قوي ګردن یې دی او ډېر ژر به وطن باغ ـ بوستان کړي مګر اوس دکرزي دریځ هم تاسې وینئ او دګردن قلوب کړنې او یارانه هم وینئ.!

جبار قهرمان رښتیا وایي او همدا رښتیا خبري دي چې غلامان نه یوه ژبه لري او نه دملت پر نفع سیاست پر مخ وړي؛ همغه وایي څه چې ورته لیکل شوي ورکولای کېږي.

تېره ورځ عطا نور هم رښتیا وویل چې ګویا دوی له استعمال وروسته دپیپسي بوتل په څېر وغورځولای شول.

اشغالګر ځواکونه مغلوبه ولسونو ته چوپړ نه کوي، بلکې دپیسو پر زور دمغلوب ولس ځینې وګړي خپل چوپړ ته ګوماري او دوروڼو پر ضد یې استعمالوي.

دنن ولس مشر! هم سبا ورځ د ولس له شرمه ځان نه شي خلاصولای، او که بالفرض د ولس له شرمه ځان خلاص هم کړي، باور وکړئ تر مرګه به دخپل ضمیر تر بوج لاندې وي. دا نن چې هوا ګزوي او سترګې پرې پټي دي، دا دقدرت جنون دی او کله چې له دغه جنون خلاص شو، دکرزي په څېر به په واز کومي ووایي چې زه غلام وم او اشغالګر مو دښمنان دي.

همدا رښتیا ده او همدا دزړونو خبره ده، دا چې مفکر! ولې ځان کوڼ اچولای، له غلامۍ مجبور دی

زه خپله لیکنه دمفکر! ولس مشر! دیوه سلاکار، د استعفاء لیک څخه په اقتباس رانغاړم.

ښاغلي لال پاچا ازمون چې دغني سلاکار دی، له خپلې دندې استعفاء ورکړه او غني مخاطب کوي《بیا مو هم پر کلي بم وغورځېد او دادی لس تنه ولسي کسان په کې شهیدان شول او یوه وړه نجلۍ زخمي شوه، ته به خبر یې چې بم بهرنیو الوتکو غورځولی دی.

پرون راته یو کلیوال په فون کې وژړل او راته یې وویل: بې غیرته یې. نو زما مشره: چې د یو چا په قوم بم غورځول کېږی، په دوو اونیو کې شل تنه شهیدانېږي، زما دسولې کور دمرګ په کور بدلېږي، دداعش، طالب او دادی دحکومت په اور کې سوځي، فساد پر ځمکه له پخوا دوه چنده زیاتېږي، واک بې تجربو او نااهلو ته سپارل کېږي، ښه خبره داده چې زما په څېر خلکو ته له دې حکومته کور ښه دی. زه نور نه غواړم چې دخپلو خلکو په وینو کې پل اوچت کړم، لعنت پر هغه مقام، او چا چې قوم یې وژل کېږي او دی ځان ارام او سوکاله ګڼي)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button