(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د ملي اردو څلور سوه سرتيري د سختې کلابندۍ او بريدونو لاندې دي.
دغو کلابندو سرتيرو خبريالانو ته د تليفون په ليکه ويلي، که دوی ته پوځي اکمالات او اعاشه ونه لېږل شي، ښايي ټول له منځه ولاړ شي.
دوی وايي، چې د طالبانو له لوري د غورماچ ولسوالۍ، امنيې قومندانۍ او نورو امنيتي پوستو له نيول کېدو وروسته اوس دوی تر سختې کلابندۍ لاندې دي او هره ورځ پرې د محاصرې کړۍ تنګېږي.
په غورماچ کې د ملي اردو يو سرتيري چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله رسنيو ته ويلي، چې طالبانو له ٢٠ ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک او امنيتي پوستو خپل بريدونه سخت کړي دي او دوی د مهماتو د نه شتون له امله د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
نوموړی زياتوي، چې له حکومته يې څو ځلې په دې اړه مرسته غوښتې خو تر اوسه يې کوم اقدام نه دی کړی.
د هغه په وينا، (اوس مهال په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري څلور سوه سرتيري کلابند دي او له يوبل سره يې اړيکې هم پرې شوي دي).
په عين حال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال وياند نصرت جمشيدي په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د کلابندۍ خبره رد کړې او ويلي يې دي چې ځواکونه اکمال شوي او دغې سيمې ته يې کمانډو سرتيري هم استولي، خو تېره ورځ د يادې قول اردو د دریم کنډک د دریېمي لوا قومندان فرید طلوع نیوز ته وويل چې د غورماچ په چينايي کيمپ کې لسګونه تنه سرتيري د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې دي.
له بله پله د غورماچ ولسوال عبدالله واقف هم د يادو سرتيرو کلابندي تاييدوي او وايي چې د طالبانو له لوري د يادې ولسوالۍ له نيول کېدو وروسته د يو شمير وژل شويو عسکرو جسدونه او ټپيان يې وړي خو زياتوي چې تر دې دمه اکمالات ورته نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کلابندو سرتيرو يو تن قومندان رسنيو ته وويل، چې له دوی سره یو شمير سرتيري په ټپي حالت کې پراته دي او د تداوۍ هيڅ ډول امکانات يې نشته.
غورماچ ولسوالۍ تېره اوونۍ وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو ونيوله چې لسګونو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او په دغه ولسوالۍ کې يې د لسګونه ميله وسلو او په زياته اندازه د پوځي توکو د نيولو خبر ورکړی و.
ډیری وخت دولتي سرتیري شکايت کوي، چې د افغان دولت له لوري ورته په وخت مرسته او اکمالات نه رسېږي، چې ډیر ځله په ډله ييزه توګه وسله والو طالبانو ته تسليم شوي او هغوی له تسليمۍ وروسته په ضمانتونو خوشې کړي دي.
د روانې زمري مياشتې په لومړيو کې کله چې د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ طالبانو ونيوله، هغه مهال هم د ۱۳۰ کلابندو سرتيرو طالبانو ته د تسليمېدو راپورونه ورکول شول.


















