د امريکا د پوځ لس سرتيري ورک او پنځه ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰): د سنګاپور ختيځ په ارام سمندر کې د امريکا يوه جنګي بيړۍ د تيلو د يوه ټانکر سره جنګېدلې، چې په ترڅ کې يې د امريکايي پوځ پنځلس سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د امريکا سمندري پوځ ويلي، چې په دغه پېښه کې لس سرتيري سوځېدلي، ورک دي او پنځه تنه نور سخت ټپيان دي.

د امريکا د پوځ سمندري ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په سيمه کې يې د سنګاپور  د سمندري پوځ په مرسته د ورک شويو پوځيانو د لټون عمليات پيل کړي دي.

د سرچينې په وينا، امريکايي بيړۍ ته زيان اوښتی خو زياتوي چې د سنګاپور بندر ته د حرکت په حال کې ده.

تر اوسه پورې د دغه کښتيو د ټکر کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button