عطانور په چمتال کې د پښتنو پرضد عملیات پیل کړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۳۰ فرید افغان)

وروسته له هغه چې طالبانو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ څو پوستې سقوط کړې او د ولسوالۍ د مرکز تر شاوخوا یې ځان ورساو، عطانور هم خپلې ملیشې او د بلخ میشت امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د سقوط د مخنیوي لپاره واستول.
د دې ملیشو او عساکرو قومانده خپله د جنرال عطامحمد نور پر غاړه وه .
طالبانو تیره ورځ وویل چې یادې ملیشې یې د درۍ ځلیزو تعرضونو سره په شا تمبولې.
تازه راپورونه ښیي چې د عطانور ملیشو د خپلو عملیاتو جلب بدل کړی او د طالبانو پرځای یې په چمتال کې میشت پښتانه د خپل غشي هدف ګرځولي.
له سیمې څخه راپورونه وایي چې د عطانور په مشرۍ ځواکونو دسیمې لسګونه پښتانه نیولي او تر سختو شکنجو لاندې دي.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې عطانور په لوی لاس سپینږري، ځوانان پدې جرم نیسي چې ولې طالبانو دلته پرمختګ وکړ.
سیمیز خلک له دولت نه غواړي چې د دې زورواکي مخه دې ونیسي کنه سختو قومي او تنظیمي شخړو ته به لاره پرانستل شي.
دا لمړی ځل ندی چې د طالبانو پرضد عملیات په پښتون ضده عملیاتو نومول کیږي بلکه په تیر کې هم په ځلونو ورته چاره شوې چې ښه بیلګه یې تیرکال د بغلان په ډنډغوري کې د جنرال مراد په مشرۍ عملیات و چې د جنګ علیه پشتون په نامه پیل شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button