کونړ: د پاکستاني ځواکونو د توپ خانې په ډزو کې مالي زیانو اوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۳۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې پاکستاني پوځیانو تیره شپه د کونړ ولایت د ناړۍ او دانګام ولسوالیو باندې د توپ سلګونه مرمۍ را توغولې، چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
سیمیز خلک وایي چې د توپ خانې د ډزو له کبله یې سیمه کې اورلګیدنه رامنځته شوې او ګڼ ځنګلونه او فصلونه د اور خوراک شوي دي.
د سیمې یو تن اوسیدونکي مولوي رفيع الله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ‼تېره شپه مو د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله په اور کې تېره کړې ده.‼

د کونړ د والي وياند عبد الغني مصمم هم د پاکستاني ځواکونو له خوا د توپونو ډزې تاييد کړې، او د اوښتو تلفاتو په باره کې یې څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ هم د پاکستان توپچي ځواکونو ۳۶ د توپ ډزې کړې وې چې له امله یې ۳ تنه ټپیان، او ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې.

د کونړ اوسېدونکي وايي، چې له ۲۰۱۰ ز راهيسې پاکستاني ځواکونه د دې ولايت بېلا بېلې سيمې پر توپونو او توغنديو ولي، خو حکومت تر اوسه ندی توانېدالی چې د دې بريدونو مخه ونيسي
باید وویل چې دتېرو څو کلونو راپدیخوا ګڼ شمېر کنړيان په دې ډزو کې وژل شوي یا ټپيان دي او سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوې دي.
سیمیز خلک وایي چې د پاکستان د دې بریدونو په وړاندې د افغان دولت خاموشي یا د ضعف او کمزوري په معنا ده، او یا په لوی لاس هغوی ته اجازه ورکوي چې د نورو په څیر یې په خاوره خپلې وسلې وآزمویي
افغان دولت په ننګرهار او کونړ د پاکستان د توپخانې د برید په هکله هیڅ کوم غبرګون ندی ښوودلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button